ورزش

په باميانوکې د لومړني ورزشي لوبغالي د جوړولو کار پيل شو

باميان/ باختر د چنګاښ لسمه :
په باميانو ولايت کې پرون د لومړني ورزشي لوبغالي د جوړولوکار پيل شو .
د شهيد عبدالعلي مزاري د ورزشي لوبغالي د جوړولو کار د باميانو ولايت په مرکزکې د باميانو د والي، د ولايتي  شورا د مسوولينو، مدني ټولنې، ښاروالۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، ورزشکارانو او د دغه ولايت د اوسيدونکو په ګډون پيل شو .
د باميانو ښاروال محمد امان امان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ورزشي لوبغالى د باميانو ښاروالۍ د پرمختيايي بودجې د څه د پاسه دوه ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت د پنځه جريبه ځمکې په ساحه کې د بابا ايوريست شرکت له خوا په يوسلو شلو ورځوکې بشپړيږي .
ده زياته کړه: په دغه لوبغالي کې په معياري ډول د فوټبال يو ډګر، د واليبال دوه ډګرونه، د ننداره کوونکو لپاره دوه ځايونه او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
د باميانو والي محمد طاهر زهير د دغه ورزشي لوبغالي د کار د پرانستلو په مراسموکې وويل: موږ نن په دغه ولايت کې د لومړني ورزشي لوبغالي د بنسټ د ډبرې د ايښودلو شاهدان يو او په نږدې راتلوونکې کې به د نورو پروژو کار چې  ترلاس لاندې دي، پيل شي.
په باميانوکې ورزشکارانو پخوا په غير معياري لوبغالو او په خاورينه ځمکه کې   له هر راز امکاناتو پرته خپلې لوبې ترسره کولې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته