کابل باختر دوري دوه ويشتمه :
په کندز ولايت کې د پوځيانو د عملياتو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دکندز ولايت دمرکز او دچار درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې بريدونه شوي دي .
په شمال ختيځ زون کې د پوليسو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په دغوعملياتوکې د دوو تنو پاکستانيانو په ګډون ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغو عملياتوکې تر اوسه پورې د چار درې ولسوالۍ او د کندز ښار په مربوطاتوکې په لسګونو کليد ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
په کندزکې د ډار اچونې ضدعمليات به په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغه ولايت تر پاکولو پورې دوام ومومي .
ويل کيږي چې پوځيان د ډار اچوونکو په مرکزونو د چاردرې او دشت ارچي دبيا بدلون د مخنيوي لپاره په هر ځاى کې چې پاکوي يې؛ پوځي ځواکونه پکې ځاى پرځاى کوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د کندز ولايت امنيتي مامورينو د څو چاودنو مخه نيولې ده .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: پوځيانو نن سهار څلور ماينونه د کندز ښار په مربوطاتو او د امام صاحب ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدوکې کشف او شنډ کړل.
0 1 دقیقه لوستل