ورزش

په هرات کې دواليبال سياليو دوام وموند

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٦ :
په هرات کې  دواليبال سياليو پرون په دريو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت  د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دخليل  ټيم دصفر په وړاندې په دريوسره دسبزوار ټيم ته ماتې ورکړه او دهېواد ټيم دصفر په وړاندې  په دريو سره  داستقلال پرټيم بريالى شو.
دميوند ټيم ددوو په وړاندې په دريو سره   دانجيل ولسوالۍ   دمرکز په ټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ   له دريو ورځو را په دې خوا دانجيل ، ګذرې  او د ادرسکن له ولسواليو څخه  دديرشو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته