امنیت

پنځه تنه دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
ددوو تنو پاکستانيانوپه ګډون پنځه تنه په کونړ ولايت کې دتروريستي فعاليت په تور ونيول شول .
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل، دوه تنه پاکستاني تروريستان په کونړمربوطاتو  کې په ورانکارو تروريستي فعاليتونو او په ماين ښخولو بوخت وو ، ونيول شول .
نيول شويو کسانو  په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړي دي اويادونه يې کړې ده چې دعبدالوهاب په نامه دپاکستاني طالبانو ديو قوماندان له خوا دغې ډلې ته جذب شوي دي او په پيښور ښار کې دپوځي تعليماتو له زده کړې وروسته دورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دکونړ ولايت ته استول شوي دي چې دماين ښخولو په وخت کې دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول
په يوبل اقدام کې درې تنه تروريستان چې دکونړ ولايت په مربوطاتو کې دورانکارو او تروريستي فعاليتونو اوپه وسله والو بريدونو بوخت وو دملي امنيت دادارې دموظفينو له خوا ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته