ټولنه

دعامې روغتيا وزارت خبرتيا

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
دعامې روغتيا وزارت خبرتيا
تاکل شوې ده د روان کال سلواغې د مياشتې په اتمه او نهمه نيټه په شرايطو برابر کانديدانوڅخه د عامې روغتيا وزارت د تخصص د بشپړولو په پروګرام کې د شموليت آزموينه دعامې روغتيا په وزارت کې واخيستل شي.
نوم ليکنه د روان کال د مرغومي د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه پيل او د سلواغې د مياشتې ترپنځمې نيټې پورې دوام کوي.
په شرايطوبرابر ډاکتران کولاى شي د نوم ليکنې لپاره د روان کال د مرغومې دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه د سلواغې د مياشتې ترپنځمې نيټې پورې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د طب دپوهنځي څخه د فراغت له تاييد شوى سند، د هويت د تذکرې له کاپي، له دوو نويوعکسونو، په اړونده زون کې د يوکال لپاره دکار له سند، د انګليسي ژبې او کمپيوټر له سند او لنډې بيوګرافى سره د عامې روغتيا وزارت د بشري منابعو لوى رياست ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته