سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله له خلکو څخه وغوښتل چې په زغم سره دې خپله رايه وکاروي

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دجمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله له مرستيالانو سره يې نن سهار خپله رايه  دکابل په استقلال ليسه کې وکاروله .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : ډاکتر عبدالله  درايو ورکولو په دې مرکز کې له خبريالانوسره په خبرو کې دشفافو اوسالمو انتخاباتو غوښتنه وکړه اوله خلکو څخه يې وغوښتل  چې په زغم سره دې درايو ورکولو مرکزونو ته دې لاړشي اودخپل نظر شخص ته دې رايه ورکړي .
ډاکتر عبدالله څرګنده کړه بايد نوماندان خلک دځان په ګټه رايه ورکولو ته ونه هڅوي اوپريږدي  چې خلک په خپله تصميم ونيسي او دنظر وړ  نوماند ته رايه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته