کابل- باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دهغې بمي چاودنې له امله چې نن سهار په جلال آباد ښارکې وشوه، دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دغه چاودنه دجلال آباد ښار د استقلال د شهيدانو د څلى په وړاندې د بهسودو پله ته څېرمه د ښخ کړى شوى بم زيږنده ده .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل: بم د وسله والو طالبانو له خوا د بهسودو پله ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و او د چاودنې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او يو بل ملکي وګړي چې له ساحې څخه د تيريدو په حال کې و، ټپي شو .
مشرقيوال زياته کړه چې پرون هم د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د چمتلې په ښارګوټي کې د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .
1 1 دقیقه لوستل