کابل باخترد وري دمياشتې ٢١ :
د قزاقستان د دفاع وزير نن کابل ته را ورسيد.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباخترآژانس د خبريال دخبرله مخې : دقزاقستان د دفاع وزير عديل بک جاکيکوفا د يوکسکيز هيئت په مشرۍ کابل ته راو رسيد.
دى به ددغه سفر په بهيرکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي او د ملي دفاع له وزير سره وګوري .
دده د سفر اساسي هدف، له افغانستان سره د قزاقستان دپوځي همکاريو د پراختيا په باب خبرې دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ