سیاست

داروپا داتحاديې ځانګړي استازي : له پاکستان سره دافغانستان دسولې په باره کې خبرې کوو .

-دامريکا غږ  باختر د لړم پنځمه :
دافغانستان لپاره  داروپا داتحاديې  ځانګړي استازي وايي  چې په افغانستان کې دسولې دتامينولو په موخه  ديوې سيمه ئيزې  اجماع  دجوړولو لپاره هڅه کيږي .
داروپا اتحاديه  دخپلې نوې  ستراتيژي له مخې  هڅه کوي  چې په سيمه کې  ديوې اجماع  دجوړولو لپاره  په افغانستان کې دسولې دتامينولو لاره ولټوي .
  دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې  ځانګړي استازي رونالدکوبيا دپنجشنبې په ورځ په کابل کې  په يوه خبري غونډه کې وويل   دى  هڅه کوي  چې له ګاوڼديو او دسيمې  له  هېوادونو سره خبرې اترې وکړي .  چې له دې لارې په افغانستان کې ثبات تامين شي .
ده زياته کړه  زه به په سيمه  کې له ټولو همکارانو ،  دافغانستان له ګاونډيانو او دغه راز  له هغو  هېوادونوسره چې يوڅه  لرې پراته دي ،  له هغو هېوادونوسره چې کولى شي مثبت رول ولوبوي  او په خپلو ځينو پاليسيو بيا کتنه وکړي  چې افغانستان  په يوه خوندي ځاى بدل شي .  سلامشوره وکړو .
دغه راز  دافغانستان په اړوند په غير سياسي  مواردو کې به هم  له هغوى سره  خبرې اترې وکړو .
  ښاغلي کوبيا وويل  : دى به  له پاکستان سره هم دافغانستان دسولې په باره کې خبرې اترې وکړي او ټينګار يې وکړ چې په افغانستان کې دسولې اوثبات تامين  دسيمې  او د ټولو ګاونډيو هېوادونو په ګټه دى .
  داروپا اتحاديې په دې وروستيو وختو کې  رونالد کوبيا دافغانستان لپاره  ددغې اتحاديې  دځانګړي استازي او پيري  مايدون دافغانستان لپاره ددغې اتحاديې دسفير او دهيئت درييس په توګه ټاکلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته