ښوونه او روزنه

په هلمند کې نوی تعليمي کال د زنګ په ټنګولو سره پېل شو

لښکر ګاه باختر د وږي د مياشتې ۱۵ مه
د سنبلې ۱۵ مه چې د هيواد په ګرمسېرو سيمو کې د تعليمي کال د پېل ورځ ده، په هلمند ولايت کې هم نوی تعليمي کال د والي حيات الله حيات له لوري د زنګ په ټنګولو سره پېل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د هلمند د پوهنې سرپرست رېيس قدرت الله يعقوبي وويل: هيله لري چې سږنی تعليمي کال به د پوهنې په ډګر کې له لاسته راوړنو ډک او د بندو ښوونځيو د بېرته پرانېستلو لپاره يو ښه فرصت وي.
هغه زياته کړه، چې سږ کال تر دې دمه شاوخوا ۲۲ زره ماشومانو په ښوونځيو کې د زده کړو په موخه نوی شموليت اخيستی دی.
د له کورنيو وغوښتل چې د خپلو اولادونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ښوونځيو ته يې ولېږدوي، څو بې زده کړو پاتې نه شي.
په همدې مهال د هلمند والي ښوونکو ته په خطاب کې وويل: تاسو د هېواد تر ټولو وياړلي وګړي ياست، مننه کوم چې په حساسو شرايطو کې مو ددغه ولايت په ماشومانو زده کړې وکړې.
هغه زياته کړه، د ثبات، پرمختګ او کاميابۍ يواځينۍ لاره زده کړې دي او که غواړو له ګاونډيو او نړيوالو سره ځان سيال کړو نو همدا يې تر ټولو غوره لاره ده.
حيات د بندو ښوونځيو بېرته پرانېستلو ترڅنګ وويل: چې سږني تعليمي کال کې به تر ډېره هڅه وکړي، څو په باغران ولسوالۍ کې، چې مطلق ښوونځي نه لري د پوهنې دروازې پرانېستل شي.
والي په وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ، چې د پوهنې او ښوونځيو په برخه کې خنډونه رامنځته نه کړي،څو ددغه ولايت راتلوونکي نسلونه بې زده کړو  پاتې نه شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته