کابل باختر د کب څوارلسمه :
په پروان ولايت کې دهوا دسړښت او دواورې داورښت له امله يو ماشوم مړ او داستوګنې څه دپاسه پنځوس کورونه ويجاړ شول .
دپروان دوالي وياندې وحيدې شهکار دباختراژانس خبريال ته وويل چې دواورې دسختو اورښتونو او دسخت سړښت له امله دسالنګ په ولسوالۍ کې يونهه کلن ماشوم مړ او ددغه ولايت په مرکز او اړندو ولسواليو کې داستوګنې دوه پنځوس کورونه ويجاړ شول
دپروان دوالي ويانده وايي چې په دغه ولايت کې دواورې داورښتونو له امله دولسواليو له مرکزونوسره دشپږو ولسواليو دکليو ارتباطې لارې بندې شوي دي .
شهکار زياته کړه چې ددقيقې څيړنې په مقصد يو هيئت زيانمنو شويو ساحو ته استول شوى دى .
ختم _ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ