کابل /دمرغومي ٢٥مه / باختر :
دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دشېدو دپيرودنې دمرکز په فعاليت سره دمالدارى کاروبار سمون موندلى دى .
دغه مرکز هره مياشت تر يو زرو اته سوه کيلوګرامه شېدې له اتيا مالدارانو څخه پيري .
په کامې ولسوالۍ کې دشېدو دپيرودنې مرکزڅومياشتې مخکې دکرنې اواوبو لګولو وزارت جوړ کړ، اواوس د شېدو دپيرودنې او پلورنې په ستر مرکز بدل شوى دى .
دننګرهار دکامې ولسوال شريف الله افضلي باختراژانس ته وويل چې په کامې کې دشېدو دپيرودنې مرکز مالدارانو ته نږدې او ښه پټه ده . هغه وويل چې ددغه مرکز په فعالېدو سره دمالدارانو کارو بار سمون موندلى دى .
دننګرهار دکامې ولسوالۍ يومالدار امان الله وايي چې هره ورځ دخپلو غواګانو څه ناڅه شل کيلوګرامه شېدې ترلاسه کوي او هغه په ډيره ښه بيه دشېدو دپيرودنې په مرکز پلوري .
هغه وويل مخکې له دې ددې دغواګانو شېدې په تيټه بيه او په ستونزې سره پلورل کېدې .
امان الله غواړي تر دريوراتلونکو مياشتو پورې درې نورې شيدې ورکوونکي غواګانې وپيري چې دهغودشېدو په پلورنې سره زياته ګټه ترلاسه کړي .
په کامې کې د شېدو دپيردونې مرکز له مالدارانو څخه راټولې شوې شېدې دننګرهار په نورو بازارونو کې پلوري . ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل