ټولنه

په هرات کې دحرفوي زده کړو له پروګرامونو څخه دلسګونو تنو ځوانانو فراغت

کابل – باختر آژانس دتلې ١١
په هرات ولايت کې سلو تنو ځوانانو ددغه ولايت دشهيدانو معلولينو ،کار او ټولنيزو چارو د رياست په مرسته حرفوي فني مهاتونه زده کړل.
دهرات ولايت دشهيدانو ،معلولينو ،کار اوټولنيزو چارو د رياست مسوولين وايي دغو کسانو په يوه روزه نيزه دوره کې چې شپږ مياشتې يې دوام وکړ په ګلدوزي،د ودانيو دبريښنا دمزو په غځولو ،او يخچالونو او دبرقي وسايلو په ترميمولو پوري په اړوند مهارتونه يې زده کړل.
ويل کېږي چې ددغې دوري برخه وال دمسلکي مهارتونو په زده کړي سربيره دکارلوازم هم ترلاسه کوي.
دهرات ولايت دشهيدانو معلولينو،کار او ټولنيزو چارو رييسې ميرمن محمدي باختر آژانس ته وويل دغه پروګرام دجاپان دجايکا موسسې په همکاري په دغه ولايت کې عملي شوي دي چې يومليونو نهه سوه زره افغاني پرې لګيدلي دي.
ميرمن محمدي په شرايطو برابرو ځوانانو ته ددغه شان روزنيزو پروګرامونو دعملي کولو د دوام  ډاډ ورکړ.
په مستحقو کسانو دستاين ليکونو او دکاري لوازمو دويشلو په مراسموکې ددغې دوري برخه والو دحرفوي روزه نيز پروګام دترسره کولو په هرکلي سره له برابر شوي فرصت څخه دځوانانو دمناسبې استفادې غوښتنه وکړه.
ددغې دورې له پاى ته رسيدو سره جوخت د((١٩٥٠٠٠٠)) افغانيو په لګښت يو سلو شپيتو تنو نورو ځوانانو ته دحرفوي فني زده کره نوى پروګرام پيل شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته