کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يوشپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې شپيته تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دغو عملياتو کې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ،پکتيکا و ميدان وردګو ، خوست ، غزني ، قندهار ، روزګان ، بادغيس ، غور ، هرات ، فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول دغه راز دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ئيز قوماندان او شپږ تنه داعشيان هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ