ټولنه

په هلمند کې د بې سرپرسته ماشومانو د روزنې لپاره ښوونیز مرکز جوړېږي

لښکر ګاه/ باختر / د کب د میاشتې ۱۵مه
د څه د پاسه شپږ میلیونو افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري په هلمند ولایت کې د بې سرپرسته او بې وزله ماشومانو لپاره ښوونیز مرکز جوړېږي.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه ښوونیز مرکز کې به هغو ماشومانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره شي چې له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.
د هلمند د سرې میاشتې ريیس اسدالله مایار د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د یاد ښوونیز مرکز لپاره د ۶،۵ میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ رغول کېږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان له ټولو خیریه بنسټونو څخه غواړي چې بې وزله او یتیمانو ماشومانو ته د زده کړې د زمینې د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته