امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د وري اوومه :
شپږ  تنه وسله وال طالبان  تيره شپه په نورستان ولايت کې  له  پوځيانو سره په جګړه کې  ووژل شول  او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه  په کامديش  ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو په ډزو سره غوښتل دډيورند کرښې دې غاړې  ته  نوي راستانه شوې طالبان وځپي. دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل: په دې نښته کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ده وويل دډيورند له کرښې اخوا څخه نوي راستانه شوي طالبان نورستان ته لاړل چې دپوځيانو له ډزو سره مخامخ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته