فرهنګ

محمد طاهر زهير: د آزادۍ مطبعې بايد په يوې سترې عايداتي سرچينې بدلې شي

کابل / د زمري ٥مه / باختر
د آزادۍ مطبعو تصدۍ د عالي شورا په ناسته کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه، د آزادۍ مطبعو د کيفي او توليدي ظرفيت پر لوړوالي خبرې وشوې.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د استازو او د ماليې وزارت د عمومي تصديو د رييس په شتون جوړه شوه،  د آزادۍ مطبعو رييس ضيا بوميا، په آزادۍ مطبعو کې له کرونا ويروس څخه د بحران د منفي اغېزو د مخنيوي لپاره د نيول شويو تدبيرونو، له هېواده بهر د دولتي طباعتي پاڼو د چاپ د مخنيوي، د مطبعو د کيفي او توليدي ظرفيت د لوړوالي (په هغه اندازه چې د هېواد د چاپ اړتياوې پوره کوي)؛ خبرې وکړې.
د آزادۍ مطبعو تصدۍ د عالي شورا غړيو څرګنده کړه چې يادو موخو ته د رسېدو په صورت کې له هېواده د ميليونونو ډالرو د تيښتې مخه نيول کېږي.
په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د آزادۍ مطبعو تصدۍ د عالي شورا د طرحې په ملاتړ سره وويل: هلې ځلې دې وشي چې د آزادۍ مطعبې په يوې سترې عايداتي سرچينې بدلې شي.
پاى ذ وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته