کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار په ریاض کي د سعودي عربستان د سوداګرۍ خوني له مسؤلینو او د هغه هیواد له سوداګرو او پانګه والو سره په افغانستان کي پر پانګونه باندي خبري وکړې.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي د افغانستان جغرافیې په سوداګرۍ او ټرانزیټ کي خورا ډېر د پانګوني فرصتونه ایجاد کړي او دوی عربي پانګه والو ته په افغانستان کي د پانګوني لپاره بلنه ورکوي.
هغه زیاته کړه، چي د افغانستان تر مځکي لاندي منابع، تيل، ګاز او د کرهڼي سکتور هغه برخي دي، چي پکښي سمدستي د زیاتي پانګوني لپاره شرایط برابر دي.
ده یادونه وکړه، چي حکومت د پانګوني د هڅونې او اسانۍ لپاره په قوانیونو کي اصلاحات راوستلي او څه موده وړاندي يې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان WTO غړیتوب هم تر لاسه کړی دی.
اجرائیه رئیس د عربستان د سوداګرو او پانګه والو دغه مجلس ته وویل، چي په دې سفر کي ورسره افغان سوداګر هم برخه لري او دی هیله لري، چي له عربي سوداګرو او پانګوالو سره د هغوی د تماسونو زیاتوالی به په افغانستان کي د پانګونې سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، چي د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ورسره په لیدنه کي موافقه کړې، چي ډېر ژر به یو کاري تخنیکي ټيم د سوداګریزو او پانګوني فرصتونو د لیدني په موخه افغانستان ته واستوي.
د سعودي عربستان د سوداګریزو خونو مسؤلینو د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي وویل، چي په افغانستان کي پانګوني ته لېواله دي او فکر کوي، چي دا پانګونه به د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکي نوري هم زیاتي کړي.
هغوی همداراز وویل، چي په افغانستان کي د سوداګرۍ او پانګوني له فرصتونو څخه استفاده کوي او په دې برخه کي به اړوندو افغانو مقامونو او سوداګرو سره په اړيکه کي وي.
2 1 دقیقه لوستل