امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون دشپاړلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

 کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٣ :
په ننګرهار ولايت کې  دافغان پوځيانو دځانګړو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنو قوماندانانو په ګډون شپاړلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو  په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دخوږيانيو ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې داردو اوپوليسو دځواکونوله خوا بريدونه وشول او ووژل شول.
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس  خبريال ته وويل :  په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې  ددريو تنو سيمه ييزو قوماندانانوپه ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دمشرقيوال دڅرګندونوله مخې، پوځيان په دې بريالي شول چې په دغو عملياتو کې دخوږيانيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په لسګونو سيمې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته