کابل باختر د لړم دولسمه :
د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې تيره شپه د پوليسو او طالبانو ترمنځ په نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
د ارزګان د امنيې قوماندانۍ ويندوى فريدعايل باخترآژانس ته وويل: دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې طالبانو د دهراوود ولسوالۍ د باز ګير په ساحه کې دپوليسو په ګزمې بريد وکړ چې د پوليسو دځواکونو دمقاومت په نتيجه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: ددغې نښتې په بهيرکې يو پوليس شهيد او يوبل پوليس ټپي شوى دى .
ويل کيږي، د طالبانو يوه اندازه وسلې اومهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
1 1 دقیقه لوستل