امنیت

طالبانو د بدخشان په نسی ولسوالۍ کې ماتې وخوړه

فیض اباد/ د وري / ۱۴/ باختر
وسله وال طالبانو تېره شپه د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د پوځیانو په عملیاتو کې ماتې وخوړه.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو د قوماندان ویاند باختر اژانس ته وویل چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د کوماندو د ځانګړې قطعې په ملاتړ چاڼیز عملیات د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې ترسره کړل چې په پايله کې د دغې ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې .
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې د دښمن د سر د زیان دقیق شمېر نه دی معلوم خو د طالبانو ١٨ مړي په سیمه کې پاتې دي .
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا