فرهنګ

د قرآن کريم د پسرلي نندارتون جوړشو

کابل باختر  د چنګاښ ٢٤ :
د روژې دمبارکې مياشتې په درناوى د قرآن کريم د پسرلي ستر نندارتون نن په کابل  کې پرانيستل شو .
دباخترآژانس دخبرله مخې: په دې  نندارتون کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ جوړشوى دى؛ شلوتنو خپرونکو په ديرشو غرفوکې قرآن کريم په چاپي، تصويري اوصوتي ډول نندارې ته وړاندې کړى دى.
په هغومراسموکې چې له همدې امله پرځاى شوي و؛ ويناوالو د روژې د قرآن کريم  د نازليدو دمبارکې مياشتې دفضليت په باب خبرې وکړې .
دغه نندارتون دلسو ورځو لپاره دمينه والو پرمخ پرانيستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته