امنیت

له سلګونو مصيبت ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
په ننګرهار ولايت له سلګونو اړو او جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه دغه مرستې دمرستندويو مرکزونو او دمهاجرينو د راستنولو دچارو رياست له خوا په څو پړاونو کې څه ناڅه په شپږسوه کورنيو ويشلې شوې دې .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقيرزي باختر آژانس ته وويل :په دې پړاو کې په هرې کورنۍ دوريجو،غوړيو او اوړو په ګډون دڅوارلسو زرو افغانيو په ارزښت خوراکي توکي ويشل شوي دي .
ده وويل :دغه اړې کورنۍ دروداتو ، سرخرود او دبهسودو په ولسواليو کې شپې سبا کوي .
يو شمير دغه کورنۍ په خپلو سيمو دتروريستي ډلو دشتون او جګړو له امله له خپلو کورونو څخه وتلې دي او ښارونو ته يې پناه وړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته