سیاست

د جمهوري رياست لومړي مرستيال د فوايدعامې له وزير او د دغه وزارت له مشرتابه هيئت او د هلمند له والي سره وکتل

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٢ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن سهار د فوايدعامې له  وزير او د دغه وزارت له مشرتابه  هيئت او د هلمند له والي سره دجلاجلا کتنو په ترڅ کې په هيوادکې د ثبات دوام د پرمختګ او د افغانستان خلکو ته د عمراني پروګرامونو دتامينولو يوازينې لاره وبلله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د مسوولينو په دندو او مسووليتونو باندې د ټينګار په ترڅ  کې زياته کړه: نن ورځ  له بل هر وخت څخه زيات زموږ خلک د داسې پروګرامونوعملي کولو ته چې وکولاى شي امنيت او سوکالي تامين کړي؛  اړتيالري او بايد په دې لاره کې په جدي توګه هڅه او هاند وکړو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز د لارې جوړولو د خدمتونو په برخه کې هڅه او هاند د خلکو ستره اړتيا وبلله او زياته يې کړه: زموږ په هيوادکې ناوړو پيښو ته په پاملرنې سره د مواصلاتي لارو په برخه کې ستونزې شته او د دغو ستونزو لرې کول کيداى شي د خلکو په اقتصاد باندې ګټوره اغيزه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته