کابل باختر د وږي څلورمه :
د تېرو اوو ورځو په بهيرکې ۳۵۰ تنه په هرات ولايت کې د ترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي دي .
د هرات ولايت د حوزوي روغتون د وياند محمد رفيق شيرزي د څرګندونو له مخې: د تېرو اوو ورځو په بهيرکې ۳۶۶ تنه په ترافيکي پيښوکې ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه ۶۶ تنه يې ماشومان او ۶۱ تنه نور يې ميرمنې دي چې د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندي دي.
دغه راز محمد رفيق شيرزي دتيرې يوې اوونۍ په بهيرکې دتروريستي او جنايي پيښو د ټپيانو شمېر ۲۲۰ تنه اعلام کړ او ويې ويل چې له دې جملې څخه پنځه تنه يې وژل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل