کابل باختر د سلواغې څلورمه :
د ډله ئيزو رسنيو د قانون د تعديل طرحه نن د موظف کميسيون له خوا بشپړه شوه.
د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې: د ډله ئيزو رسنيو قانون له پنځوکلونو را پديخوا نافذ و خو يو لړ ستونزې پکې موجودې وې.
په همدې مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه موده مخکې د ستونزو د لرې کولو او په هغو مادوکې يې چې ورته اړتيا وه؛ د تعديل په مقصد يوکميسيون جوړ کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى په دې باب وويل: د کميسيون د نننۍ غونډې په نتيجه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوه؛ د ډله ئيزو رسنيو د قانون د تعديل طرحه چې څلور فصلونه او څه ناڅه ٥٠ مادې لري؛ بشپړه شوه او ډير ژر به د تدقيق او د قانوني پړاوونو د بشپړولو په مقصد د عدليې وزارت ته وليږله شي.
ده زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پريکړې سره سم د ډله ئيزو رسنيو د قانون د بيا کتنې او تعديل په طرحه کې د رسنيو د مرکزونو او د خبريالانو او ژورناليستانو د اتحاديو د مسوولينو نظريې هم اخيستلې شوې دي.
په دغه کميسيون کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى، د ملي راډيو ټلويزيون لوى رييس محمد زرين انځور، د رسنيو د کتوونکي رييس صديق الله توحيدي، د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې اجراييه رييس فهيم دشتي، د سفمامسوول ضيا بوميا او د رسنيو په عالي شوراکې د عدليې وزارت استازې فهيمه واحدي شامل دي.
2 1 دقیقه لوستل