سیاست

جمهور رئیس د سیاسي ګوندونو له مشرانو او استازو سره وکتل

کابل باختردلړم دمياشتې٢۷نيټه : 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې پرون مازدیګر د هېواد د سیاسي ګوندونو له مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:   
په پیل کې نجیب الله هوتک او حبیبې توخي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې. دوی د سولې په اړه د خپلو وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې تل د ملي مسایلو، مهمو تصامیمو او پرېکړو په اړه د سیاسي ګوندونو په ګډون د بېلابېلو اقشارو له استازو سره مشورې کوي.
جمهوررئیس غني د هغوی له وړاندیزونوڅخه په مننې وویل، سوله د افغانستان د خلکو مهمه غوښتنه او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او موږ به د ټولو په ګډه همغږۍ او همکارۍ دغه مهم لومړیتوب ته ورسېږو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د سولې مشورتي بورډ د ایجاد موخه د سولې مذاکراتو ته چمتو والی او د سولې د بریالیو او بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مشخص ادرس رامنځته کول دي.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته