امنیت

ديارلس تنه پوليسان دوسله والو طالبانو له منګولو څخه ازاد شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دهغو څوارلسو تنو پوليسانو له جملې څخه چې په کندز ولايت کې دوسله والو طالبانو په بند کې  وو ديارلس تنه يې  تيره شپه ازاد شول .
  دسپين زر  د ٨٠٨ زون قوماندان جنرال شير حبيب کامه وال  دباختراژانس خبريال ته وويل :څوارلس تنه پوليسان دتيرې جمعې په ورځ دکندز _ تالقانو په لويه لاره کې دوسله والو طالبانو له خوا نيول شوي وو چې ديارلس تنه يې دسپين ږيرو او  قومي مشرانو په منځګړيتوب دطالبانو له منګولو څخه ازاد شول خو يوتن يې تراوسه پورې دطالبانو په بند کې دى .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې: امنيتي ځواکونو ديو بل  پوليس دازادولو لپاره هم هڅې پيل کړې دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته