امنیت

شل تنه ډار اچوونکي دقندهار په نيش او ميوند ولسواليو کې ووژل شول .

کابل باختر دثور ٢٤:
شل تنه ډار اچوونکي په قندهار کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي . په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دقندهار ولايت دنيش ولسوالۍ د خردزې ، چوپاني او ميان کوه دکليو په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دمحاربوي او چاڼيزو عملياتو په  بهير کې لس تنه ډار اچوونکي وژل شوي اوشپږ تنه نور ټپيان شوي دي او دوه تنه مشکوک کسان له دوو موټرسايکلونو سره نيول شوي دي اود قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دملنګ کاريز  په ساحه کې دوسايطو ضد يو ماين دوسله والو طالبانو په يوموټر  کې وچاوديد چې له امله يې  لس تنه يې وژل شوي او اووه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دغه راز امنيتي ځواکونو وکولاى شول دعملياتو په بهير کې اته ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته