سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

-پلخمري د جوزا ۱ باختر
‏‎د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې پر یو باب صحي کلینیک د هوایي بمباري له امله پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او دغه بشری ضد جنایت په کلکو ټکو غندي.
دپخوانۍ جمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
پخوانی جمهور ريیس د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنه د افغانستان د حکومت او چارواکو له لومړنیو مسوولیتونو بولي او له حکومت څخه غواړي چې له نظامی عملیاتو  لاس واخلي او د افغانستان ورانونکې جګړه پای ته ورسوي.
حامد کرزی همداراز په جګړه کې له دواړو ښکېلو غاړو غواړي چې په هېواد کې د پردو ګټو روانه جګړه ختمه او د خبرو او تفاهم له لارې په هېواد کې سولې د ټینګښت لپاره کوټلي او اغېزمن ګامونه اوچت کړي.
پخوانی جمهور ريیس د لوی خدای (ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته