اقتصاد

دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د افغانستان لپاره د انګلستان دشاهي هیوادله سفیر ښاغلي نېکلاس کي، سره وکتل.

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥ نيټه
  دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د افغانستان لپاره د انګلستان دشاهي هیوادله سفیر ښاغلي نېکلاس کي، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د لوړپوړي پلاوي(SOM)  ناستې په تطبیقي مېکانیزم، د ښځو پر پیاوړتیا، د ۱۳۹۷ مالي کال په بودجې، له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا، د سراسري اورګاډې پټلۍ له لارې په نښلېدو، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې چین ته دګازو په لېږد، د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې ناستې په پایلو د اقتصادي او پراختیایي پروژو د درې اړخیزو  همکاریو لپاره، د وچو بندرونو په جوړېدو او رغونې، د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لارې د پروژو د تمویل په بیا کتنې، له فساد سره په مبارزې، ګمرکي اصلاحاتو، له ګاونډیو هېوادونو سره د ګمرکي اطلاعاتو شریکولو په مېکانیزم او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته