خبرونهټولنه

د ارشاد حج او اوقافو وزارت: په مکه مکرمه کې د فرضي حج مراسم په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل

کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلام کړى، چې په مکه مکرمه کې د فرضي حج مراسم په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل.

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شيخ الحديث نورحمد ثاقب د افغاني بعثه د غړو په غونډه کې وويل، چې  په مکه مکرمه کې د فرضي حج  مراسم په برياليتوب سره پرځاى شول او لارښوونه يې وکړه، چې په مدينه منوره کې  افغاني حاجيانو ته دې لازمي آسانتياوې او امکانات برابر شي.

په دې غونډه کې د بعثه د کمېټو مسوولينو په دې اړوند خپل تيارى اعلام کړ او زياته يې کړه  چې  په مدينه منوره کې به  افغان حاجيانو ته د آسانتياوو د برابرولو لپاره هڅې وکړي.

ويل کېږي، چې سږ کال ١٣ زره افغان زيارت کوونکو په ګډون د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه يو ميليون زيارت کوونکو د حج په مراسمو کې  ګډون کړى وو.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته