امنیت

طالبانو د پلخمري پرښار راکتي بريد وکړ

کابل/دزمري ٧مه /باختر
د بغلان په مرکزپلخمري ښار د وسله والو طآلبانو په راکتي بريد کې پرون يوماشوم ووژل شو.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه توغندي د ډنډ غوري له مربوطاتوڅخه په پلخمري ښار توغولي و.
بشارت زياته کړه: د دغو توغنديو د لګېدو له امله يو پنځه کلن ماشوم ووژل شواويوه ښځه اوڅلورنورماشومان ټپيان شول.
د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ وويل چې د دريو ماشومانو روغتيايي حالت ښه دى خويوبل ټپي ماشوم د ټپونود ژورتيا له امله درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى دى.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته