ټولنه

دترينکوټ – هرات لويه لاره پرانستل شوه .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
د روزګان ولايت دترينکوټ ښار او د دهراود دولسوالۍ ترمنځ لويه لاره دپوځي عملياتو په بهير کې دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
دغه لويه لاره په وروستيو مياشتو کې د طالبانو په ګډون دتروريستي ډلو دفعاليت او شتون سره دهيواد له بد امنو لارو څخه شميرل کيده پوځي مقامات وويل دغه لاره نن سهار په بشپړه توګه دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
ويل کيږي پوځيانو د طالبانو دسنګرونو په له منځه وړلو او دماينونو په پاکولو سره وکولاي شول دغه لويه لاره پرانيزي.
په روزګان ولايت کې دملي اردو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل ددغې لويې لارې دپاکولو په عملياتو کې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته