امنیت

د طالبانو يو جګپوړي قوماندان ووژل شو

کابل/د غويي ٥مه /باختر
په قندهار کې د طالبانو د ډلې يو جګپوړي قوماندان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
په مولوي جعفر تېره شپه په ډنډ ولسوالۍ کې په داسې حال کې چې پر افغان ځواکونو د يرغل نيت درلود بريد وشو او له څلورو نورو طالبانو سره ووژل شو.
هغه په قندهار کې د طالبانو د ١٥٠ کسيزې ډلې قوماندانۍ په غاړه درلود .
د قندهار د پوليسو وياند چمن ناصر بارکزي باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د طآلبانود ډلې جګپوړى قوماندان مولوي جعفر له خپلو څلوروافرادو سره ووژل شو.
هغه مولوي جعفر په قندهار کې د تروريستي بريدونو او هدفمندو ترورونو سازمان ورکوونکى وباله .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته