امنیت

په پکتيا کې دماين دچاودنې له امله يو تن ملکي وګړى شهيد شو

 کابل باختر د تلي لسمه :
په پکتيا ولايت کې  پرون دماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او يوتن بل ټپي شو .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اوريا خيل باختراژانس ته وويل :  دغه چاودنه دمقناطيسي  ماين  زيږنده وه  چې په  يو سراچه ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي و او دڅمکنۍ ولسوالۍ په شرنيه ساحه کې ترسره شوه چې له امله يې ددغه ولسوالۍ پخوانى ولسوال جنت خان ټپي او دهغه ورور شهيد شو .
امنيه قوماندان  وايي په زيات ګومان سره دغه  ډار اچوونکى عمل دطالبانو له خوا ترسره شوي وي خو هغوى غواړي دهيواد په بيلابيلو سيموکې امنيت ګډوډ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته