روغتیا

د زيکا ويروس فلپين ته ورسيد.

مانيلا – باختر د کب دمياشتې ١٧
دفلپين د روغتيا وزارت مقاماتو په دغه هيواد کې په ويرويس داخته کيدو دلومړۍ مورد د کتنې خبر ورکړ .
دايرنا دخبرله مخې : له ٢٠١٢ ميلادي کال څخه تراوسه پورې په فلپين کې د زيکا په ويروس لومړنۍ اخته يوه امريکايي ښځه ده چې دغه هيواد ته يې سفر کړى و او امريکاته ستنه شوې ده.
دفلپين د روغتيا وزارت اعلام وکړ چې دغې امريکايي ښځې په جنوري مياشت کې فلپين ته سفر کړى و او کورته له ستنيدو وروسته د زيکا په ويروس اخته کيدوته متوجه شوې ده .
د فلپين دحکومت د رپوټ له مخې: دغه شميرنې ښيي چې دناروغۍ ليږدونکى ماشى ددغه هيواد په ځينو ځايونو کې شته او ويروس يې ليږدولى دى .
زيکا يوه خطرناکه ناروغي ده چې دککړماشي دنښې له لارې انسان ته سرايت کوي او که څه هم دناروغ د مړينې سبب نه کيږي خو په اميد وارو ښځو کې په کوچني سره او په مغزي عوارځو سر دماشومانو د زيږيګون سبب کيږي.
دنړۍ روغتيا سازمان اټکل کړى دى چې په روان کال کې  يوازې په جنوبي امريکا کې له دريو مليونو څخه تر څلورو مليونو پورې انسانان په دغه ويروس اخته کيږي.
تراوسه پورې په څه ناڅه ديرشو هيوادونو کې په زيکا داخته کيدو موارد تر سترګو شوي دي.
همدا اوس برازيل ددغه ويروس اصلي کوربه دى .
اود نړۍ روغتيايي سازمان په دې وروستيو وختو کې ددغه ويروس دخپريدو خبردارۍ ورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته