اقتصاد

پندانه او کيمياوي سره وويشل شوه

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
دبغلان ولايت په درې سوه شلو پنبه کارو بزګرانو نن پندانه  اوکيمياوي سره وويشل شوه .
ويشل شوې پندانه فرانسوۍ ډوله او اصلاح شوې ده چې  په هر بزګر دنصپ موسسې له خوا چې يوه فرانسوۍ موسسه ده   له سلو کيلوګرامو تورې سرې سره  اته کيلوګرامه پندانه  وويشل شوه.
دبغلان ولايت دکرنې  او اوبولګولورياست دترويج آمر محمدسالم دوشي وال  دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : دکرنې او اوبولګولو رياست دهلوځلو له امله  او په بغلان ولايت کې دپنبې دحاصلاتو دکچې دلوړولو په مقصد  دوه زره پنځه سوه شپيته کيلوګرامه دکرنې اصلاح شوې پندانه له دوه ديرشوټنو کيمياوي سرې سره دصنعتي بغلان له لومړي سړک څخه تر دولسم سړک پورې دساحو په بزګرانو وويشل شوه .
دترويج آمر زياته کړه  ددغو توکو دويش هدف  دپنبه کارو بزګرانو دمالي بنسټ پياوړتيا ده .
دصنعتي بغلان دلومړي سړک دساحې  يو بزګر حفيظ الله وايي چې تيرکال مې  په شل  جريبه ځمکه کې پنبه کرلې وه  خو اوس په روان کال کې  له فرانسوي ډوله پندانې څخه په استفادې سره په ٢٨ جريبه ځمکه کې پنبه کرم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته