ټولنه

دوه سوه څاروي له منځه تللي دي .

   په نهرين ولسوالۍ کې  له دوو ورځو راپديخوا دواوري دپرله پسي اورښت او د مواصلاتي لارو دتړلکيدو له امله څه دپاسه  دوه سوه څاروي له منځه تللي دي .

 دنهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال  نورګل دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل : په نهرين ولسوالۍ کې دځمکې پرمخ واوره  څه دپاسه  ٣٥ سانتي مترو ته رسيدلې ده اودسيمو  مواصلاتي  لارې چې دبورکي ، خوست  او جلګي ولسوالۍ  سره نښلوي ، له دوو ورځو راپديخوا تړلي شوي دي چې ددې سيمو اوسيدونکي له سختو ستونزو سره  مخامخ شوي دي اوپه لکڼ  خيلو اوبره کي  سيمه کې  دوه سوه څاروي له منحه تللي دي .

 خبرځايى زياته کړه په نهرين ، بورکي ، خوست اوجلکي  په ولسواليو سربيره  ددهنه غوري په ولسوالۍ کې هم دواوري  سخت اورښت دوام لري .

 خبرځاى څرګنده کړه دفوايد عامې  کارګران ددغو لارو دبيا پرانستلو  لپاره هلې ځلې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته