امنیت

په لغمان کې پیل شوي چاڼیز عملیات له لاسته راوړنو ډک دي

کابل باختر د وري د میاشتې ۱۹ مه
د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لورې پیل شوي چاڼیز عملیات له لاسته راوړنو ډک دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، په تېرو ۲۴ ساعتو کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د الیشنګ ولسوالۍ بارکزي، اروزه او د ګنجون سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې او پر مهال یې د وسله والو طالبانو یو تن ماین جوړونکی هم نیول شوی دی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته