اقتصاد

داوبو رسولو داوو پروژو قرارداد لاسليک شو

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٥ نيټه  :
داوبو رسولو داوو پروژو قراردادونه پرون    دننګرهار ولايت داوو  کليوالي  سيمه ييزو شوراګانو له استازو سره لاسليک شو.
دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزارت وياند  اکبر رستمي باخترآژانس ته وويل؛  چې ددغو پروژو قراردادونه  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دسرپرست  انجينر مجيب الرحمن ضيا   او  دننګرهارولايت دکوټ  او خوږ:ياڼيو دولسواليو دکليوالي  سيمه ييزو شوراګانو  داستازو له خوا لاسليک شول.
رستمي وويل چې په دغو پروژو کې  دکوټ ولسوالۍ  په انارخيلو  ، جبي غونډۍ  ، وچغالي   او دشيخانوپه کليو او دخوږياڼيو ولسوالۍ دحاجيانو په کلي کې داوبو رسولو دشبکو جوړول شامل دي  چې دکليو دبيا   جوړولو اوپراختيا وزارت داوبو رسولو دملي پروګرام له خوا عملي کيږي.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دوياند دڅرګندونوله مخې  ؛ ددغو پروژو لګښت څه دپاسه نوولس ميليونه او نهه سوه زره افغانۍ اټکل شوي دي چې په بشپړيدوسره  يې په دغو کليو کې دوه سوه کورنيو ته داوبو رسولو دخدمتونو دوړاندې کولو زمينه برابريږي.
پاى   ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته