امنیت

يو ماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه :
دننګرهار ولايت دپوليسو منسوبينو نن يو پنځه کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولوڅخه وژغوره او ددغه ماشوم د تښتونې په اړوند يې شپږ تنه ونيول .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدشريف امين باختراژانس ته وويل، دغه ماشوم يوه مياشت مخکې ديوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا دجلال اباد ښار دپنځمنې ناحيې له مربوطاتو څخه تښتول شوى و او دهغه دخلاصون په بدل کې يې له کورنۍ څخه درې سوه زره ډالره غوښتي و .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان زياته کړه چې دپوليسو منسوبينو دانسان تښتوونکو دپټې په معلومولو سره دغه ماشوم په ځانګړو عملياتو کې دهغوى له منګولو څخه وژغوره اوکورنۍ ته يې وسپاره .
دمل پاسوال امين دڅرګندونو له مخې، ددغې تښتونې په اړوند شپږ تنه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته