امنیت

نولس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
نولس تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو د هغو عملياتو په بهير کې   ووژل شول چې پرون په  فراه ولايت کې ترسره  شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
په هغو عملياتو کې چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو د  پاکولو په مقصد دفراه ولايت دخاک سفيد او پشت رود دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول نولس تنه وسله وال طالبان   ووژل  شول  او اته تنه نور طالبان ټپيان شول  او
د دښمن  يوه اندازه پوځي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته