١١ – کابل باختر دسلواغي يوولسمه
يوه ښځه تيره شپه دبغلان ولايت دنوى بغلان په ولسوالۍ کې ووژل شوه .
دبغلان ولايت دحوزوي روغتون دجلدي سرويس آمر ډاکتر خليل نرمګوى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه ښځه د نوى بغلان دتورانيانو دکلي اوسيدونکې ده اومړى يې نن سهار روغتون ته وليږدول شو .
ده وويل ددغې ښځې په بدن نښې نښانې ښيې چې لومړى زندي شوې ده او وروسته سوځول شوې ده .
ده زياته کړه ددغې ښځې ميړه بله ښځه هم لري او تيرماښام دواده له مراسمو څخه کور ته له ستنيدو وروسته لومړي يې زندي کړي اوبيايې په اور کې سوځولې ده .
دنوى بغلان دولسوالۍ امنيه قوماندان سرڅارمن محمدکمين ويلي دي چې دپيښې په اړوند ددغې ښځې ميړه نيول شوي او تر پوښتنې لاندې دي .