امنیت

درې نوي تنه وسله وال طالبان د هيواد په څو ولايتونوکې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٩
د هيواد په ځينو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري او په نويو پرمختياووکې ٩٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو او له منځه وړلو په مقصد د بدخشان ولايت د جرم ، بهارک ، يمګان او وردوج، د پکتيا ولايت د ډنډپټان، د روزګان ولايت د چورې، چارچينو، خاص روزګان، دهراوود او د ګيزاب، د پکتيکا ولايت د ګوملې او ګيلان، د بادغيس ولايت د قادس، د غزني ولايت د خوږياڼيو، د قندهار ولايت د ميانشين، د بلخ ولايت د چمتال، د کاپيسا ولايت د تګاب، د فراه ولايت د بالابلوک، د هلمند ولايت د مارجې او د هرات ولايت د پښتون زرغون د ولسواليو او د خوست او سرپل د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې ٩٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ يو شمير يې ټپيان او اووه تنه نوريې ونيول شول.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه وسلې، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجيهزات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته