امنیت

دوه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختردتلې دمياشتې  ١ :
د نورستان ولايت سيمه ييزمقاماتو تائيدکړه چې دکامديش په ولسوالۍ کې دياغيانوپه لسګونوته ياغي طالبان ووژل شوي دي.
دغه جګړه دپنجشنبې په ورځ پيل او د څوساعتونو لپاره يې دوام وکړ.
ويل کيږي: ياغيانو دکامديش په سرحدي ولسوالۍ په يوشمير دولتي اوپوځي ودانيو بريدونه وکړل.
دنورستان ولايت دپوليسومسوول غلام الله نورستاني باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې دوه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده تائيدکړه چې په دې جګړه کې څلور تنه پوليسان  ووژل شول اودرې تنه نورټپيان شول.
ويل کيږي، په دې جګړه کې دجګړه مارانو په لسګونو جنګي وسايل د افغان ځواکونولاسته ورغلى دى.
دغه راز دکامديش ولسوالۍ يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې د وژل شويو طالبانو په ډله کې پاکستاني جګړه ماران هم شته.
دکامديش ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې څوځلې دطالبانو دپراخ بريد ډگر ده. دغه ولسوالۍ له پاکستان سره نږدې پرته ده . دغه ولسوالۍ د روان کال په پيل کې  له څوکلونو وروسته دطالبانو له ولګې څخه ووته.
د نورستان ولايت دافغانستان په  ختيځ کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د ٢٤٠ کيلومترو پولې په لرلو سره د وسله والو طالبانو اوددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو د فعاليت ډگر وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته