خبرونهامنیت

شپږ طالبان په بلخ کې ووژل شول

– مزارشریف / د لیندۍ / ۴ /باختر
په بلخ کې د طالبانو برید شنډ شو او شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی د باختر اژانس خبریال ته وویل دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د زارع په ولسوالۍ کې د پوځیانو پر پوستې برید وکړ.
رضایی زیاته کړه چې په دغه برید کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول او د دوی برید په شاه وتمبول شو.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته