امنیت

په هرات کې د شرابو د توليد يوه کارخانه کشف شوه

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه :
د الکولي مشروباتو د توليد يوه کارخانه دهرات د پوليسو له خوا کشف اوله منځه يوړل شوه .   
دشرابو دتوليد دغه کارخانه دهرات ښار په درېيمه ناحيه کې د دويمې امنيتې حوزې دپوليسو له خوا کشف او له منځه يوړل شوه .
له دغې کارخانې څخه يوه اندازه تخمير شوي مميز، يوه اندازه الکولي مشروبات او د الکولي مشروباتو د توليد يوه اندازه وسايل ترلاسه شوي دي.
ددغې قضيې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته