امنیت

يو طالب له خپل مور څخه ابزاري استفاده وکړه

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
يو بم ښخوونکى طالب له خپلې مور سره په پکتيکا ولايت کې د خپل بم د چاودنې له امله ووژل شو.
مولوي شهرت الله د نيکمرغه لوى اختر په دريمه ورځ د خپلو دوستانو د کتنې په پلمه خپله مور په يوه موټر سايکل چې بم پکې ځاى پرځاي شوى و؛ سپره کړې وه او مخکې له دې چې هغه په يوه ګڼ ميشته لاره کې ښخ کړي؛ بم وچاوديد او دى په خپله او مور يې ووژل شول .
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه موټر سايکل چې بم پکې ځاى پرځاى شوى و؛ د خير کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت چې دغه وسله وال طالب له خپلې مور سره پرې سپور وو؛ وچاوديد او دواړه يې ووژل.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: مولوي شهرت الله د امنيتي مامورينو له ويرې په دې خاطر چې په آسانۍ سره وکولاى شي دغه موټر سايکل خپل نظر وړ سيمې ته ورسوي؛ پرته له دې چې خپلې مورته خبر ورکړي؛ له هغه څخه يې استفاده کړې وه. د پکتيکا د والي وياند وايي چې مولوي شهرت الله د دغه ولايت د بکي خيلو ولسوالۍ د شاکي خيلو د کلي د جومات ملا امام او بم جوړونکى طالب و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته