امنیت

طالبان اودمالي اوتسليحاتي امکاناتو کمښت

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :                  
دملي دفاع وزارت وياند وايي طالبان به په  راتلوونکي کال کې دپوځي  تجهيزاتو اومالي منابعودنشتوالي له امله له افغان امنيتي ځواکونوسره دمقابلې وس ونلري.
باخترآژانس دملي دفاع وزارت دوياند دولت وزيري له خولې خبر راکړ :
طالبان په دې دليل چې په روان کال کې   دجګړې په ډګرونو کې خپل مالي  ، بشپري منابع او پوځي  تجهيزات  له لاسه ورکړي دي او دسر دروند زيان يې زغملى دى   له افغان امنيتي ځواکونو سره د جګړو په ډګر کې دمقابلې وړتيا نلري.
ددولت  وزيري څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې څه موده مخکې په افغانستان کې دغوڅ ماموريت  قوماندان هم ددغې ډلې دمالي منابعو او پوځي تجهيزاتو دکمښت يادونه  کړې ده.
وزيري زياتوي  چې طالبانو د جګړو په ډګرونو کې دسر دروند زيان زغملى دى  اوس  په بد حالت کې دي  هغوى نه شي کولاى په راتلوونکي  کال کې  دجګړې په ډګرونو کې له امنيتي ځواکونو سره مقابله وکړي.
دغې ډلې خپله روحيه له لاسه ورکړې ده  او له   جدي مالي ستونزو سره  هم مخامخه ده له دغه راز دواحدې رهبري نشتوالى هم دغه ډله خوره وره کړې ده.
په همدې حال کې دهېواد دپارلمان يوشمير غړي هم ټينګار کوي چې له افغانستان سره مالي مرستندوى هېوادونه  که په هېواد کې  دي که په بهرکې  له دغې ډلې سره دمالي مرستو په برخه کې  جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او هغه مرستې  چې له بهر څخه  له دغې تروريستي ډلې سره کيږي بندې کړي.
خو دچاروکارپوهان په دې باور دي  چې دطالبانو دمالي منابعو په کمښت  اويا نشتوالي سره هغوى نور دجګړو په ډګرونو کې  په دوو کلونو کې دمقابلې وړتيا  نلري او خواره واره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته